د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د دغه ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې یې د ۲۹۰ شنو خونو د جوړولو پروژه بشپړه کړېده. د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پروژه د کورنیو اقتصاد لوړولو او په ژمي کې سبزیجاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېره اغېزمنه ده. په ورته مهال، کروندګر د خپلو حاصلاتو د ډېرېدو او ښهوالي لپاره د شنو خونو جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې له دې لارې به یې اقتصادي ستونزې کمې شي. د دغه ولایت اوسېدونکي د یادو شنو خونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او له سرپرست حکومته غواړي چې لا ډېرې شنې خونې جوړې کړي.