د افغاني سرې میاشتې ټولنې په سوري زړه ناروغۍ اخته د ماشومانو یوه بله ډله هم په کابل کې شپږو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده. افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ۴۳ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په هیواد کې دننه روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي، چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.