د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي. نوموړي په دغه هیواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي. زلمي خلیلزاد د پاکستاني ط البانو له لوري په روانه اونۍ کې د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی. نوموړي پر پاکستاني پوځیانو د ط البانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بولي. د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد داسې ټویټ ته غبرګون نه ښودلی.