د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له یو شمېر ترکي پانګهوالو او علماوو سره په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. سرپرست وزیر ترکي پانګهوالو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او سرپرست حکومت د پانګوالو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي.