د کندوز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په روان هجري لمریز کال کې په دغه ولایت کې د کبانو له ۴۰۰ فارمونو څخه ۱۵۰۰ ټنه د کب غوښه تولید شوې ده. د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کبانو د فارمونو جوړولو او د کب د غوښې د کارونې کچه ډېره شوې ده. په دغه ولایت کې یو شمېر کب پلورونکي وايي، د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د دوی د پېرېدونکو شمېر ډېرېږي او ښه عاید ترلاسه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر خلکو د کبانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.