د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۳۰ کیلومتره سړکونو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو رییس محمد ولي ادریس ویلي، چې دغه سړکونه د بالابلوک، پشترود او خاکسفید ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې بیا رغول شوي دي او دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځوي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې سړکونو بیارغونه به نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او بازارونو ته لاسرسی ډېر کړي، بلکې د توکو لېږد او د زراعتي محصولاتو بازار موندنې ته به هم زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.