د کانونو او پټرولیم وزارت او افغان ساکو شرکت ترمنځ د لوګر سمنټو پروژې تړون د ١۴۵ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت لاسلیک شو. دغه فابریکه چې د یاد ولایت التمور سیمه کې جوړېږي، چې قرار دادي شرکت به پرې ۱۴۵میلیونه ډالره پانګونه کوي. په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر ترڅنګ د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، هم ګډون درلود. غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل، چې د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، د سمنټو د څلورو سترو پروژو تړونونه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوي چې اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.