په ترکیه کې د بالیکسیر ښار په یوه فابریکه کې د چاودیدونکو توکو د تولید پر مهال یوه زوروره چاودنه شوې چې ۱۲ تنه یې وژلي او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي. د دغې چاودنې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی؛ خو د دغه هېواد چارواکو ویلي چې “د دې پېښې په تړاو د ورانکارۍ هېڅ اټکل نه شته.” دغه چاودنه نن د بالیکسیر ښار د کارسي په سیمه کې د یوې فابریکې په هغه برخه کې شوې چې د چاودیدونکو توکو د تولید لپاره کیپسولونه جوړوي. د بالیکسیر والي اسماعیل اوستااوغلو، ویلي چې د دغې چاودنې له امله د فابریکې ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې ده. ګڼ شمېر د بیړنیو خدمتونو ډلې او روغتیايي ټیمونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.