د سرپل ولایت ځايي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د سرپل ولایت ویاند حبیب الله مسرور ویلي، چې دا عواید د څه باندې ۳۰ زره برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش، د نویو او مثنی پېژندپاڼو د صادرولو، د هویت د اصلاح کولو، د زېږون او وفات کارتونو د وېش له لارې ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا، د ټولټال عوایدو اندازه ۱۸ میلیونه ۳۹۸ زره ۹۰۰ افغانۍ ده، چې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.