د زابل ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند پر ۴۲ کیلومتره سړک د چغل اچونې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر ویلي، چې دغه سړک د ميزانې ولسوالۍ له پاخه سړک څخه شروع کېږي، چې د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ سرحد سره به ونښلول شي. رهبر زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې د ۹۰ پُلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي، چې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي. د نوموړي په وینا د دې پروژې په جریان کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا د ځايي خلکو لپاره د اقتصادي فرصتونو د زیاتوالي په برخه کې مهم اقدام دی.