دکندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ریاست په هڅو او د یوه مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ، د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. په دغه غونډه کې د یاد ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه نندارتون په لسګونه غرفو کې کورني تولیدات او د هېوادوالو لاسي صنایع د ۳ ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي او له جوړېدو یې موخه کورنیو تولیداتو ته په کور دننه بازار موندنه ده. د سپینزر امارتي شرکت رییس هم په خپلو خبرو کې د نندارتون د ترسره کولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت د هڅو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه چې د سپینزر شرکت له څلورو لسیزو ځنډ وروسته بیا فعال شوی او اوس د هېوادوالو اړتیاوې د بېلابېلو تولیداتو له لارې پوره کوي.