د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد یوه بار وړونکې بېړۍ د انجن له چاودنې وروسته د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوې ده. رویټرز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دا بېړۍ اورسا ماجور نومېږي او دوه تنه عمله یې لاهم لادرکه ده. راپور زیاتوي چې د دغې بېړۍ د عملې د ۱۶ غړیو په ګډون ۳۰ کسان ژغورل شوي او هسپانیا ته لېږدول شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د دغې بېړۍ د انجن په خونه کې د چاودنې د لامل څه و. دا بېړۍ چې په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې وه او د ابورونلو جیستیکا شرکت چې د روسیې د پوځي ساختماني عملیاتو برخه ده، له خوا اداره کېده.