د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په پنځو ناحیو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري سل بېوزله او بې سرپرسته کورنیو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفوي زده کړو لپاره ښوونیز مرکزونه پرانیستل شول. په بلخ کې د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي مسوول کریم صالح زاده وویل، چې د خیاطۍ او ګلدوزۍ ښوونیز مرکزونه د مزار شریف ښار په پنځمه، اوومه، نهمه، او لسمه ناحیه کې جوړ شوي دي. د صالح زاده په وینا، په دې پروژو کې ۸۸ بې سرپرسته کورنیو ته د ګلدوزۍ زده کړې، او ۱۲ بېوزله کورنیو ته د خیاطۍ مسلکي روزنې برابرې شوې دي چې د درېیو میاشتو په موده کې به مسلکي روزنه ورکړل شي.