د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه ډله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا ټینګښت په موخه راغلې او له ځان سره یې درمل، طبي تجهیزات، او خوراکي توکي هم راوړي دي. سرچینې زیاته کړې چې، د ازبکستان ۳۴ متخصص ډاکټران به د حیرتان په ښارګوټي کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه وکړي. د یادولو وړ ده، چې ازبکستان د طبي مرستو ترڅنګ د ۳۰ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې، ۱۰ بورۍ بوره، ۳۵ زره لیتره غوړي، ۱۰ ټنه مکروني، او د ۲۰ قلمه غوښې مرسته هم کړې ده.