د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو په تړاو په غبرګون کې ویلي، چې موږ له پاکستانه غواړو د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي. پاکستان په پرله پسې ډول ادعا کړې چې افراطي ډلې په ځانګړي ډول د ټي ټي پي د ډلې وسله وال په افغانستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکزونو د تروریستي بریدونو پلانونه جوړوي او ددغې ډلې وسله وال د سرپرست حکومت تر څارنې لاندې په دغه هیواد کې خوندي پټنځایونه لري. خو سرپرست حکومت هم په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغاسنتان خاوره د کوم هیواد پرخلاف وکاروي. ددې بریدړونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته وغوښت او د افغانستان له حریم څخه دفاع یې د سرپرست حکومت ” سره کرښه” وګڼله. ددغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ” دغه ډول بې مسؤولیته کړنې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي او ضرور به د پاکستان لپاره بدې پایلې ولري.