د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه کانال د جوړېدو چارې خاکرېز ولسوالۍ په چهاربند سیمه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو این ډي پي) سازمان په مالي پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد کانال دوه کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ سانتي متره سور لري، چې ورسره به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ابادۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.