د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې د سوېلي کوریا د یو مېلیون ډالرو په همکارۍ سره د افغان راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتوي. دغه سازمان زیاته کړې، چې په دې مرستې به نویو راستنېدونکو کډوالو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغه پروګرام له لارې به د ۸ زرو راستنېدونکو لپاره د ژوند ژغورنې مرستې چمتو کړي او په ننګرهار کې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې به د ۶۳۰۰ بې ځایه شویو کسانو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان دغه مرسته پر داسې مهال اعلان کړې، چې دوه ورځې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په سږني ژمي کې د بودجې د کمښت له امله دوی په افغانستان کې یوازې له شپږ مېلیونو کسانو سره مرسته کولای شي.