د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر هلمند ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له ځایي مسوولینو سره په کتنه کې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۵ نویو مخابراتي سایټونو د نصبولو خبر ورکړی. سرپرست وزیر ویلي، چې دغه سایټونه به په باغران، کجکي، واشېر، ناوې، مارجې او نورو سیمو کې فعال شي، ترڅو خلکو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې شي.