د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال کایرات توربایف په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، په دې لېدنه د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، چې قزاقستاني شرکتونه لیوال دي، چې افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې کار وکړي. د نوموړي په وینا؛ چې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د قزاقستان له هر ډول همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ له قزاقستاني شرکتونو غوښتي، چې د افغان ټرانس پروژې سربېره دې د هرات – سپین بولدک اوسپنیزې کرښې پروژه کې پانګونې وکړي. د دې سربېره دواړو لورو د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالېږد او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسیو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.