په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی پلاوی (یوناما) وایي چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني الوتکو په برید کې په لسګونو ملکیان وژل شوي دي. یوناما ویلي، چې نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پرمهال د نظامي او ملکي کسانو توپير وکړي او داسې هڅې وکړي چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي. یوناما د دې پیښې د څیړنې غوښتنې کړې ده او ویلي یې دي چې د داسې پيښو د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د حفاظت لپاره تحقیقات ضروري دي. د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جیټ الوتکو بمباریو د مرګ ژوبلې سربېره د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. ځینې کورنۍ وايي ټول شته ددغو هوايي بریدونو له امله لاسه ورکړي دي.