د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي. په سویلي اسیا کې د یونیسف سیمهيیزې مدیرې سانجي ویجسکرا د دغه برید په تړاو ژوره خواشینې څرګنده کړې ده. نوموړې ټینګار کړی: «ماشومان هدف نه دي او نه باید وي.» له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي چې د باوري رپوټونو له مخې پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوايي برید کې لسګونه ملکیان چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، وژل شوي دي.