د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اذربايجان د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښې په پار د دغه هېواد، روسيې او قزاقستان ولسمشرانو ته د خواخوږۍ پيغامونه واستول
شي جين پينګ په دغه پیغامونو کې ويلي، د دغې پېښې په اورېدلو سره مې ټکان خوړلی دی او زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د يادې پېښې د قربانيانو په مړينې خواشيني څرګندوم، د هغوی کورنيو ته ژور تعزيت وړاندې کوم او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم.