د چين خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۵ مه نېټه په پلازمينه بېجينګ کې له خپل جاپاني سيال تاکيشيلوايا سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرسونل د تبادلې په اړه د مباحثې د ميکانيزم دويمه غونډه کې ګډون وکړ.
وانګ يي په خپله وينا کې وويل، چې ياد ميکانيزم د جوړېدو له پنځو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ او نظر تبادلې لپاره ډېر پلونه جوړ کړي دي. نوموړي وړانديز کړی، چې دواړه هېوادونه په نوې زمانه کې د خپلمنځي اړيکو لپاره ښه بنسټ جوړ کړي ، دوه اړخيزه راشه درشه پراخه کړي، د پرسونل د تبادلې نوښت وکړي او د معقول معرفت پر بنسټ د عامه افکارو چاپيريال جوړ کړي.
تاکيشيلوايا په خپله وينا کې وويل، چې چيني او جاپاني لوري د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظرونوپه رڼا کې د خپلمنځي رغنده او ثابتو اړيکو د ټينګولو په هڅه کې دي، جاپان غواړي له چين سره د پرسونل د تبادلې د اړوندو برنامو کيفيت لوړ کړي، خپلمنځي دوستانه او صادقانه اړيکې ژورې کړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره زياتې اسانتياوې برابرې کړي.