د روغتیا نړۍوال سازمان د روان زېږیز کال د نومبر میاشتې په راپور کې وایي، دغه میاشت افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې چې د تېرې زیږېزې میاشتې پرتله ۱.۳ سلنې کموالی ښیي ثبت شوې دي. د راپور لمخې، دغه موده کې د شري۳۴۸۲ شکمنې پېښې ثبت شوي او دولس کسه ترې مړه شوي او د کرونا ۵۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او پنځه کسه یې له امله مړه شوي چې د تېرې میاشتې پرتله ۵۴ اعشاریه ۵ سلنې کموالی ښیي. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، نومبر کې د کانګو تبې پېښې هم د تېرې میاشتې له ۹۹ پېښو دغه میاشت کې ۳۱ ته را کمې شوې وې چې، ۶۸ اعشاریه ۷ سنلې کمښت ښیي. د تېرې زېږیزې میاشتې دغه راپور کاږي چې، د ډینګي تبې په پېښو کې ۳۰ اعشاریه ۱ سلنې او د ملاریا په پېښو کې هم ۵۳ اعشاریه ۸ سلنې کموالی راغلی دی.