د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولایت کې د ابو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په شنبې میله کلي کې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. سرچینې زیاته کړې، چې په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۶۵۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او ۲۲ سولر تختو نښلول شامل دي. د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.