د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي، ویلي چې هېواد یې د بشري مرستو په چوکاټ کې سوریې ته پنځه سوه ټنه غنم واستول. دغه مرسته د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي. زیلینسکي ویلي، چې دغه مرسته به په راتلونکو اونیو کې د ۳۳,۲۵۰ کورنیو یا شاوخوا ۱۶۷ زره کسانو ترمنځ ووېشل شي. هره کڅوړه ۱۵کیلوګرامه وزن لري او کولی شي د یوې پنځه کسیزې کورنۍاړتیاوې د یوې میاشتې لپاره پوره کړي. هغه د سوریې له خلکو سره د یووالي څرګندونه کړې او د هغوی لپاره یې دامنیت، ثبات او پرمختګ غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې اوکراین د دغه ډول بشري مرستو پر ارزښت او اصلي مانا پوهېږي.