سږ کال د چين او ماليزيا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. د ماليزيا لومړی وزیر انور ابراهيم په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله.
انور په دې مرکه کې ويلي، ماليزيا او چين متقابل اعتماد، دوستي، تفاهم او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري لري. مالیزیا یو له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د چین د “ کمربند او لارې” له وړاندیز يې ملاتړ ښودلی. چين په نړيوالو چارو کې پرانيستی او ټولشموله دريځ ساتلی، چې دا له محافظت پالنې، يو اړخيزتوب او تسلط سره په بشپړه توګه توپير لري. چين له بېلا بېلو تمدنونو سره اړيکې نيسي، له بېلا بېلو تمدنونو څخه زده کړې کوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې عملي ګامونه پورته کوي. د چين حکومت صادقانه ډيالوګ ته ژمن دی او د نړيوالو تبادلو نوی موډل يې جوړ کړی دی.
تر ۲۰۲۴م کال پورې، د چين او ماليزيا ترمنځ سوداګريزه اندازه له ۲۰۰ ميلياردو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه. چين په پرله پسې ۱۶ کلونو کې د ماليزيا تر ټولو لوی سوداګريز ملګری شو، مالیزیا په آسیان کې د چین دوهم لوی سوداګریز شریک هم دی.