د لوګر د لوړو زده کړو موسسې لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس ویلي، چې یادې پروژې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغې موسسې د امکاناتو ښه کولو په موخه عملي کېږي. د نوموړي په وینا، د دې پروژو په ترڅ کې به د یوه کانټین جوړول، د موسسې د پخلنځي جوړېدل او د زده کړیالانو د لیلې د بیارغونې چارې ترسره شي. هغه زیاته کړې، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د لوړو زده کړو موسسې زده کړیالانو ته د لیلې ستونزې هوارې شي او د زده کړو چاپېریال به لا ښه شي.د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي کې به په لوګر او نورو ولایتونو کې د ورته پرمختیايي پروژو پلانونه هم عملي شي.