د تخار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د مرکز تالقان او د هزار سموچ ولسوالۍ ترمنځ د ۱۶ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې دي. د تخار ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دې پروژې لګښت د ولایت مقام او د سیمې د اوسېدونکو لخوا ورکول کیږي. د سیمې اوسېدونکو له دې اقدام خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د دوی ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده، چې د تخار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د سړکونو د رغونې چارې د سرپرست حکومت او خلکو په همکارۍ روانې دي.