د قلات ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د یوه څلور پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې دغه مارکېټ به د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د ٧ مياشتو په مودهکې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د چارواکو په خبره موخه یې د خلکو د ژوند ښه والی او د اقتصادي ودې لپاره مهمو پروژو پلي کول دي، د دې سوداګریز مارکېټ جوړېدل به نه یوازې د سیمې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، بلکې خلکو ته به د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي. د زابل ځايي چارواکي وایي، چې د دې مارکېټ د جوړېدو ترڅنګ به ډېر ژر د یاد ولایت د دوه طرفه سړک، د عمري بند، دوو نورو سوداګریزو مارکېټونو، جامع جومات او یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې هم پیل شي.