د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چېکابل په ۱۰مه ناحیه کې د ۳فرعي سړکونو د کانکریټ کولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه فرعي سړکونه، چې په ټولیزه توګه ۱۱۶۰متره اوږدوالی او له ۱۲ څخه تر ۱۳.۵ مترو پورې سور لري، د کانکریټ چارې به یې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره ترسره شي. په خپاره کړي بیان کې ویل شوي، چې د دې پروژې د کار د کیفیت او سرعت د تضمین په موخه به، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.