د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان کې د زعفرانو له کښت او پروسس څخه ملاتړ کوي. دغه پروګرام زعفران د نړۍ د سور رنګي سره زرو په نوم یاد کړي دي. په دغې لیکنه کې راغلي، چې دغه ملاتړ د کورنیو د تغذیه کولو او دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت دی. دمګړۍ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي او تر ټولو ډېر تولید یې په هرات ولایت کې کېږي. تر دې وړاندې د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مسوولینو ویلي و، چې یوازې په هرات ولایت کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي او له دې لارې خپل اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.