د سوېلي کوريا په موان هوايي ډګر کې د الوتکې لوېدو له امله ۴۷ تنه مړه شوي دي. له دې پېښې وروسته د سوېلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر بېړنۍ غونډه رابللې ده. دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې یوه بوینګ مسافر وړونکې الوتکه د سوېلي کوریا د موان په نړۍوال هوايي ډګر کې له ځغاستلیکې څخه ووته او له یوې کټارې سره ولګېده. په دې الوتکه کې ۱۷۵ مسافر او شپږ عمله سپاره وو. د سوېلي کوریا د اور وژنې یوه چارواکي ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. او ښايي شمېرې نورې لوړې شي. یوه ویډیو چې د سیمه ییزو رسنیو له خوا خپره شوې ښيي چې دوه انجن لرونکې الوتکه له یوه دیوال سره ټکر کوي.