د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د زابل له مرستیال والي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په زابل کې به ډېر ژر ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي. د سرپرست وزیر په خبره، د سرپرست حکومت له راتګ سره په زابل کې ۳۳ سایټونه فعال شوي دي. د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.