د بامیانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په روان لمریز کال کې، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې، د مچیو روزنې له فارمونو له ۴۲ ټنو زیات شاتو له تولید څخه خبر ورکوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. خو ځینې شات پلورونکي وايي، بازار کې د ناخالصو شاتو زیاتوالی، د پروسس او بسته بندۍ امکاناتو نشتوالی او د خلکو خبراب اقتصادي وضعیت له امله، په دغه ولایت کې د شاتو د پلور بازار پيکه شوی دی. دوی هېواد ته د بې کیفیته شاتو د مخنیوي غوښتنه کوي. د دوی په خبره که بامیانو کې د مچیو لرونکو ستونزو ته رسېدنه وشي، دغه ولایت کې به د سلګونه کورنیو اقتصادي ودې باندې مثبت اغېز ولري.