د احصايې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال په هېواد کې نږدې ۴۵۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې روان کال کې یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو سروې ترسره کړې ده، چې له مخې یې په ټول هېواد کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي. سرچینې زیاته کړې؛ د دې سروې ارقام ښيي، چې د تېر کال په پرتله د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه ډېروالی راغلی او تر ټولو ډېرې وریجې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) په کندز، ۱۰۷ زره مټریک ټنه په تخار، څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه په بغلان، نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه ننګرهار او نږدې ۲۴ زره مټریک ټنه په کونړ او بلخ ولایتونو کې تولید شوې دي.