د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو په ګټې اخیستنې سره، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ په ګوړوکو او ملاګوري سیمو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو شبکو کې د ۷۰ او ۴۰ متره مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو درېیو ذخیرو جوړول، د ۱۳۰۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او ۱۴۳ شیردانونو نښلول شامل دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره يې۸۵۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.