د لغمان امنیتي مسوولینو ویلي، چې نن سهار لس نیمي بجې د مهترلام ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند “کله کوټ” سیمه کې د مارسیډیز او دوه ریکشو د ټکر له امله د دوو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون ۵ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې د پېښې ټپیان د ښې درملنې په موخه مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي. د نوموړي په خبره، دغه پېښه د موټر چلوونکو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.