د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، ډیر ژر به دغه ولایت کې یو صنعتي پارک جوړ شي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلي، چې په دغه صنعتي پارک کې به سوداګرو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شي. بل پلو بیا سوداګر بیا د سرپرست حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او د یاد صنعتي پارک په جوړېدو سره به، د سوداګرو ستونزوې هوارې او پانګونې ته به د پانګه والو لېوالتیا نوره هم ډېره شي. د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین داسې مهال د یوه معیاري صنعتي پارک جوړولو خبره کوي، چې اوسمهال، په دغه ولایت کې لسګونه تولیدي کارخونې فعالیت لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې شمېر د ډېرېدو په حال کې ده.