په ایتوپیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶۰ کسان مړه شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه تېره ورځ د ایتوپیا د سیداما ناحیې په «بونا» سیمې کې رامنځته شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې یو مسافروړونکی موټر سیند ته لوېدلی دی. ایتوپیايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه مسافروړونکي بس سپرلۍ د واده مراسمو ته روانه وه. همداراز یو شمېر کسان ژغورل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.