د ملګرو ملتونو سر منشي، انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۵ کال لپاره د نوي کال پیغام کې د ۲۰۲۴ کال ستونزو ته اشاره کړې او راتلونکي کې یې د ملتونو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې. هغه ویلي، جګړو، نابرابرۍ، او اقلیمي بدلون نړۍ له سختو ازموینو سره مخ کړې او هیله یې څرګنده کړه چې ۲۰۲۵ کال به د ملتونو لپاره د یووالي او ګډ کار پیل وي. ګوترېش ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه، ګډې هڅې کولای شي نړۍ له تباهۍ را وګرځوي او د سولې، برابرۍ، او ټیکاو لپاره نوې هیلې ژوندۍ وساتي.