د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکس پاڼه پرون د کډوالۍ نړیوالې ورځې په تړاو په نړیواله کچه د پراخ او خوندي کډوالۍ سېسټم پر رامنځته کېدو ټينګار کړی. نوموړي ویلي، چې د نړیوالې ګډې ټولنې په توګه موږ باید خپل ګډ انسانیت احضار کړو او د دې زیانمن بهیر پروړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړو. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې د دوی د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳کال تر پایه نږدې ۱۱۷.۳ میلیونه کسان په نړۍ کې له کړاوونو، شخړو، تاوتریخوالي، بشرحقونو سرغړونو سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په کچه ډېر کډوال لري. د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴کاله نږدې اته میلیونه افغانان کډوال شوي چې له ډلې یې، ۸۵سلنه کاونډيو هېوادونو او نږدې یو میلیون یې، اروپايي هېوادونو کې کډوال دي.