د هواپېژندنې ادارې دهیواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی. یادې ادارې پرون سه شنبه په یوه لیکلي بیان کې، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د مالوماتو له مخې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي. داسې مهال چې په هیواد کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نه شي اخیستلی. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو وړاندې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.