پاکستاني رسنیو له دغه هیواده د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو له احتمالي ایستلو خبر ورکړی. د پاکستان د حکومت له لوري ناقانونه افغان کډوالو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، ځینو پاکستاني رسنیو د هغو افغان کډوالو د اېستلو د احتمال خبر ورکړی چې د ای سي سي کارتونه لري. د راپورونو لمخې، یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي. په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر بیا پيلېدو ته اندېښمن دي د خپلو ستونزو د حلېدو غوښتنه کوي.