د څلورو ولایتونو د سړکونو د خط اچونې کار پيل شو، د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست د کابل، کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو پر سړکونو د خط اچونې کار پيل کړی، چې ۱۲۰ زره متره مربع مساحت به ولري. د چارواکو په وینا، دا پروژه به د ترافیکو د عمومي ریاست لخوا د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو کې پلې شي. د چارواکو په خبره د دې پروژې د پلې کېدو موخه د ترافیکي جریان تنظیمول، د ترافیکي پېښو مخنیوی او د ښکار ښکلا کول دي. د ولایتي سړکونو د جوړولو پروژه کولی شي، د دغو ولایتونو په لویو لارو کې د امنیت په ټینګښت کې اغېزناک رول ولوبوي.