د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د چين ميډيا ګروپ ته د مبارکۍ پيغام وليږه. نوموړي په خپل پيغام کې د نوي کال د رارسېدو په پار د چين ميډيا ګروپ مشر او ټولو کارکوونکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې او د ۲۰۲۵م کال د مهمو سپورټي لوبو په اړه يې د نوموړې رسنۍ د معلوماتو د خپرېدو او د اړوندو پروګرامونو د پيل په مناسبت مبارکي وويله.
باخ په دغه پيغام کې وويل، چې د چين ميډيا ګروپ له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د المپيک نړيوالې کمېتې د مهم همکار رول لوبولی، پروګرامونو يې سل ميليونه چينايي مینه وال پيدا کړي او د المپيک سپورټي لوبو د خپرولو لوړ مسلکي سرمشق يې جوړ کړی دی. د المپيک نړيواله کمېټه د چين له ميډيا ګروپ سره په همکاريو وياړي او هيله لري، چې دواړه خواوې د خپلمنځي همکاريو نوې پاڼه واړوي.