د نوي میلادي کال ۲۰۲۵ د رارسیدو په مناسبت ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته مبارکي وایو. دغه کال دې د نړۍ لپاره د سولې، پرمختګ او انساني همغږۍ کال وي. په ځانګړې توګه، د افغانستان خلکو لپاره د هیلو او ارزوګانو داسې نوی فصل دې شي، چې پکې هر افغان د سوکالۍ، امنیت او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
افغانستان د وروستیو کلونو په پرتله نن په یوه داسې امن فضا کې قرار لري چې د جګړې او تاوتریخوالي ټغر پکې ټول شوی دی. دغه وضعیت د هر افغان لپاره د خوښۍ او اطمینان وړ دی. له همدې امله نړیواله ټولنه باید د افغانستان دغه مثبت تحول هیر نه کړي او د دې هیواد د ثبات ګډو ګټو او پرمختګ لپاره د افغانستان نه هیروي.
نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره د سولې او پرمختګ په لاره کې مهمه ونډه لوبولی شي. پر ځای د دې چې افغانستان د جګړې او ناخوالو ځای وګڼي، باید دې هیواد ته د اقتصادي فرصتونو، متقابلې همکارۍ او ګډو ګټو لپاره یوه نوی لید ولري. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له برکته د سیمې او نړۍ د اقتصادي همکارۍ لپاره ځانګړی ارزښت لري، او نړیواله ټولنه باید د دې فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په لور ګامونه واخلي.
په دې برخه کې د افغان سرپرست حکومت مسئولیتونه هم ډېر مهم دي. دغه حکومت باید د نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ته دوام ورکړي، او هغه سیاستونه غوره کړي چې د افغانستان نړیواله انزوا ختمه کړي. دغه راز، د زده کړو او کار په برخه کې د نجونو او ښځو لپاره د زمینو مساعدول، او د بشري حقونو رعایت د ملي او نړیوالې کچې اعتبار لپاره اړین دي. د سرپرست حکومت لپاره دا اړینه ده چې داسې سیاسي او اقتصادي هڅې وکړي چې افغانستان بشپړ سیاسي او اقتصادي ثبات ته ورسیږي.
د افغانستان ځوانان د دې هیواد راتلونکی دي، او دا د ټولو مسئولیت دی چې دغه قشر ته د کار، زده کړو او پرمختګ مناسبې زمینې برابرې کړي. که چیرې ځوانان له خپل هیواد څخه د وتلو پر ځای په خپلو سیمو کې د مثبت بدلون راوستلو فرصتونه ومومي، نو افغانستان به په ریښتینې معنا پرمختګ وکړي. په همدې تړاو، د سرپرست حکومت لپاره اړینه ده چې د ځوانانو لپاره اوږدمهاله پروګرامونه طرحه کړي او په هیواد کې د بشري سرچینو ظرفیتونه لوړ کړي.
په پای کې، د نوي کال په دې لومړیو کې، افغان سرپرست حکومت او نړیواله ټولنه دواړه باید په ګډه د دې هدف لپاره کار وکړي چې افغانستان یو باثباته، پرمختللی او سوکاله هیواد شي. د جګړې پر ځای باید د سولې او پرمختګ لارې تعقیب شي، تر څو دا هیواد نه یوازې د خپلو خلکو لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د همکارۍ او پرمختګ یوه نمونه وګرځي.