د پنجشېر ولایت د مستوفیت ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې یې د بېلابېلو برخو څخه ۹۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه عواید یې په یاده موده کې د سیمه ییزو ادارو، خصوصي شرکتونو، اصنافو او نورو بېلابېلو برخو څخه راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د یاد ولایت د مستوفیت ادارې مسوولین زیاتوي، چې دغه عواید په شفاف ډول راټولېږي او هڅې روانې دي ترڅو د کال تر پایه د عوایدو کچه د ټاکل شوې کچې څخه هم لوړه شي. د یادولو وړده، چې د پنجشېر د مستوفیت اداره د عوایدو په راټولولو کې جدي څارنه کوي، ترڅو عایداتي سرچینې په اغېزمنه توګه مدیریت شي.