د راپورنو له مخې په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد د پولیو په مثبتو پېښو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی. د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې. په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدل. په پلازمېنه اسلاماباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شوی دی. پولیو یا ګوزڼ چې تر ډیره یې قربانیان ماشومان وي له پاکستان او افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده.