د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو توډي موټر له یو فلډر موټر سره ټکر وکړ او په پایله کې یې یوه ښځه مړه او درې نور کسان ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت د مهترلام ښار په کله کوټ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.